غزني:په چاودنه کې لسګونه تنه ملکي وګړي ټپیان دي

تېره شپه د غزني ښار امام ابوحنیفه جومات تر څیرمه په چاودنه کې لسګونه ملکي وګړي ټپیان شوي دي، د غزني امنیه قومندان زړور ذاهد ازادۍ راډیو ته وویل چې د ټپیانو شمېر اته ویشت تنو ته رسیږي.

ده څرګنده کړه چې په دې پېښه کې شاه خوا ودانیو ته هم ډیر زیانونه اوښتي دي، خو د غزني روغتون مسوولان وایي چې پنځه څلویښت تنه ټپیان روغتون ته استول شوي چې د ځینو یې روغتیایي حالت نازک دی، لا تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

په یو بل خبر کې ایساف یا نړېوال سوله ساتي ځواکونه وایي چې یو سرتېری یې د افغانستان په جنوب کې وژل شوی دی، په کابل کې د ایساف ځواکونو په خپره شوې اعلامیه کې د دې عسکرد هویت په اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز په کابل کې نړېوال ځواکونو ویلي چې تېره ورځ په کندهارکې په یوه چاودنه کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوی دي، ویل شوي چې په دې پېښه کې یوولس تنه نور ملکي کسان ټپیان شوي هم دي، خو وسله والو مخالفانو لا تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.