غور:د انتخاباتو کمیسیون ۲ تنه کاروکونکي اوس هم لا درکه دي

د غور په ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تښتول شوو دوو تنو کارکوونکو اود هغوي د موټر چلوونکي درک لا تر اوسه هم نه دی معلوم.

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه درې کسان د تېرې جمعې په ورځ د دې ولایت په تیورې ولسوالۍ کې تښتول شوي او دا مهال د پولیسو له خوا د هغوی پلټنه په جدي توګه روانه ده.

په یوبل خبرکې له هرات ولایت څخه ویل شوي چې تېره ورځ په دې ولایت کې نږدې نهه سوه کیلوګرامه مخدره مواد سوزول شوي دي.

د هرات امنیه قومندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغو مخدرو موادو کې هیرویین، تاریاک، کرسټال او چرس شامل وو.

د هرات امنیتي مسوولانو ویلي چې د دغو مخدرو موادو د قاچاق په تور نږدې دوه سوه تنه قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي.