په فاریاب کې درې تنه پولیس وژل شوي

له فاریاب ولایت څخه را رسیدلي راپورونه وایي چې د وسله والو مخالفینو په حمله کې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې درې تنه پولیس وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.

له همدې ولایت څخه یو بل خبر وایي چې د سړک جوړونې د یوې خصوصي کمپنۍ لس تنه تښتول شوي کارکوونکي بیرته خوشې شوي دي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوال حمید صدیقیار ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې کمپنۍ یو چینایي انجینیر لاهم نه دی خوشې شوی او برخلیک یې هم نه دی معلوم.

ښاغلي صدیقیار څرګنده کړه چې د چینایي انجنیر د بیرته خوشې کولو لپاره هم هڅې دوام لري.