کندهار:په یوه ځان مرګې برید کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کندهار ولایت کې تېر ماښام په یوې ځان وژونکې حمله کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

د کندهار د امنېي قومندان په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته وویل چې د برید هدف د بهرنیو ځواکونو د موټرو کتار وو.

بل خوا د کونړ ولایت په چپه دره کې د تېرې ورځې راهیسې د نړېوالو ځواکونو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه پیل شوې ده.

د نړېوالو ځواکونو له خوا په یوې خبرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې لس ګونه وسله وال يې وژلې او یوه اندازه مهمات او وسلې هم ترلاسه کړي دي، بل لور ته طالبان هم ادعا کوي چې بهرنیو سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.