د بحرین امنیتي چارواکو ۲۳ تنه شیعه فعالان تورن کړي چې غوښتل يې د دغه هېواد د سني حکومت د نسکورولو لپاره یوه تروریستي شبکه جوړه کړي.
د بحرین دولتي تلویزون له دې نه مخکې ویلي وو چې دغه کسان د یوې تروریستي شبکې په جوړلو تورن شوي خو څارنوالان وايي تحقیقات لا روان دي او په نیول شوېو کسانو تر اوسه پورې رسمي تور نه دی پورې شوی.
نیول شوي کسان د هغو ۲۵۰ شیعه ګانو له ډلې څخه دي چې په بحرین کې د عامه امنیت د خرابولو په تور تېره میاشت زنداني شوي دي.
دا نیونه د شیعه ګانو له یو شمېر مظاهرو وروسته چې حکومت يې له هغوي سره په تبعیض تورن کړی، ترسره شوې ده.