امریکا:فلسطین او اسراییل دې د سولې په مخکې پراته خنډونه لېرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د فلسطین او اسراییلو له مشرانو څخه په ټینګه وغوښتل چې د سولې په مخکې پراته خنډونه دې لیرې کړي او زیاته یي کړه چې، دا نوي خبرې به یوه تړون ته د رسېدو لپاره د زیاتې مودې لپاره وروستی فرصت وي.

کلینټن دا خبره وروسته له هغې اسراییلي او فلسطیني خبري رسنیو ته وکړه چې یوه ورځ وړاندې د فسلطینې ادارې د مشر محمود عباس او د اسراییلو د صدراعظم بنیمین نتنیاهو تر منځ له ۲۰میاشتو ځنډ وروسته د سولې د مستقیمو خبرو کوربه وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، په منځني ختیځ کې د ایران له خوا د ردولو د اډیالوژۍ او په تاوتریخوالي باندې د ټنیګار د زیاتوالي له امله د سولې لپاره فرصت کم دی.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د سولې دا خبرې رد کړي او بې نتیجي یي بللې دي:

(فلسطینیان او د سېمې هېوادونه به اجازه ورنه کړي چې ان د فلسطینیانو یوه لویشت ځمکه دې هم په دښمنانو وپلورله شي.)

د فلسطینیانو حماس ډلې چې په غزې تړانګې واکمنه ده، هم د واشنګټن د سولې خبرې رد کړي دي، د اسراییلو صدراعظم او د فلسطینې ادارې مشر په واشنګټن کې ژمنه کړې چې د یوه کال په مودې کې به د سولې په اړه موافقه وکړي.