نړېوالو، په پاکستان کې د روانې اوونۍ وژونکي بمې چادونې غندلې دي، د جمعې په ورځ د کوټې ښار کې د شیعه ګانو د لاریون په حملې کې لږ تر لږه ۵۴ کسان ووژل شول.
طالبانو د دې حملې مسولیت په غاړه اخیستی او وایي، ډېر ژر به په اروپا او امریکا کې هم حملې وکړې، د چهارشنبې په ورځ په لاهور ښار کې د شیعه ګانو په لاریون باندې هم حمله شوې وه او زیات شمېر خلک په کې وژل شوي وو.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د جمعې په ورځ دا حملې په کلکه وغندلې، سپینې ماڼې وویل، دا حملې ځکه د زیاتې غندنې وړ دي چې د روژې په مبارکې میاشت کې شوې او پاکستانیان د سیلاوونو له مصیبتونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي.