ګېټس: د فساد په وړاندې د مبارز مشري دې افغانان وکړي

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس وايي، چې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې مشري باید د افغانانو په لاس کې وي.

ښاغلي ګېټس چې پرون ماښام له افغان ولسمشر حامدکرزي سره په ګډه مطبوعاتي غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه چې په دې اړه یې له افغان ولسمشر سره خبرې کړي او دواړه یوې موافقې ته رسېدلي دي.

په غونډه کې افغان ولسمشر حامدکرزي وویل، له درنو جرایمو سره د مبارزې او د خاصو تحقیقاتو ادارې چې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په مقصد د امریکايي چارواکو له خوا جوړې شوې دي باید د افغانستان د بشپړ ملي حاکمیت په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي.