د کندهارکانديدانې:که امنيت نه وي نو رڼې ټاکنې ناشوني دي

د کندهار څخه ولسي جرګې ته کانديده رڼا ترين

د کندهار څخه ولسي جرګې ته ګڼ شمېر ښځينه کانديدانې وايي که چېرې د ښار او ولسواليو د ډاډمن امنيت لپاره ګامونه پورته نه شي نو د رڼو او شفافو ټاکنو تر سره کېدل ناشوني ښکاري.

د کندهار څخه ولسي جرګې ته خپلواکه کانديده فهيمه کاکړ وايي که چېرې د کانديدانو د کمپاين لپاره امنيتي تدابير همداسې وي نو د ټاکنو په ورځ به په زياته کچه درغلي وشي.

د ميرمن کاکړ په خبره د ټاکنو ورځې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاته دي خو په ولسواليو او ان کندهار ښار کې نا امنی ورځ تر بلې زور اخلي خو دولتي چارواکي د امنيت د ښه والي لپاره هيڅ د پام وړ ګام نه اخلي:

(( موږ امېدواره يو چې په دغه ورځ کې امنيت وساتي دوي او خلک راشي په خپله خوښه د خپل زړه نوماند ته رايه ورکړي او خدای مه کړه که امنيت نه وي په هغه ورځ نو هرومرو ستونزه شته چې خلک ووځي، که خلک نه را ووځي نو بيا انتخابات نه شي کېدای ))

د کندهار څخه ولسي جرګې ته يوه بله کانديده رڼا ترين هم په دې نظر ده که چېرې د کندهار ښار او ولسواليو په امنيت کې د پام وړ بدلون را نه شي نو د شفافو ټاکنو طمعه نه شي کېدای:

(( پنځه کاله مخکې چې موږ د افغانستان په سطحه امنيت درلودې او په هغه امنيتي حالت کې ټاکنې شفافې نه وې او زيات ستونزې په کې وې، بيا به نو څنګه د شفافو ټاکنو طمعه ولرو، يعنې زما په نظر به دغه انتخابات زيات کړکيچن او زيات له ستونزو ډک وي. ))

د کندهار ښاريان هم په ټاکنو کې د شفافيت غوښتنه کوي او له دولت څخه په دې برخه کې پوره پاملرنه غواړي، ښاريان له خلکو غواړي چې داسې يو چا ته رايه ورکړي چې په رښتيني ډول د خلکو خدمت وکړای شي.

په دې اړه د کندهار ‌‌ښار د څو اوسيدونکو نظرونه:

(( زما نوم سميع د کندهار ښار اوسيدونکی د دولت څخه مې غوښتنه داده چې د رايي ورکولو په ورځ باندې امنيت ټينګ کړي درغلۍ ونه شي، چې حق وحقدارته ورسيږي د خلکو څخه مې غوښتنه داده چې داسې چاته رايه ورکړي چې هغه په راتلونکې کې د افغانستان د خلکو لپاره خدمت وکړي او پاک خلک وي. ))

دعامو خلکو او د کانديدانو د اندېښنو په اړه د کندهار والي ډاډ ورکوي چې دوي به په دغه ورځ خپل ټول امکانات په کار اچوي ترڅو په ښار او ولسواليو کې امنيت ټينګ او خلک به خپله رايه وکاروي .

د والي په خبره د دې لپاره د پوليسو په شمېر کې زياتوالی راغلی يو شمېر امنيتي پوستې زياتې شوي او ترڅنګ يي د ښار په محله جات کې عمليات وشوه په ارغنداب ولسوالۍ کې عمليات روان دي او په نورو سيمو کې به هم د اړتيا پر مهال عمليات وشي:

((موږ دوه سوه دولس انتخاباتي مرکزه لرو د هغو لپاره لازم امنيتي تدابير نيول شوي دي او زه مطمئين يم چې د محل جات د تصفيي سره به د انتخاباتو پروسه ډيره نورماله ډير ارامه او په ډير سوله کې تر سره شي، موږ په ټولو ولسواليو کې د امنيتي تدابيرو په درشل کې يو چې د انتخاباتو مخکې د خيره دا تکميل شي ))

د يادلو وړده چې څه موده وړاندې د ولسمشرې او ولايتي شورا ګانو د ټاکنو پر مهال هم چارواکو ډاډ ورکړی وو چې د ټاکنو په ورځ به امنيت ټينګوي خو د امنيتي تدابيرو سره سره کندهار د يو شمېر امنيتي پېښو شاهد وو، خو ګڼ شمېر ښاريان د رايي ورکولو مرکزونو ته ولاړه او خپله رايه وکاروله.

راپور : محمدصادق رښتينى