معنوي:راتلونکو انتخاباتو ته ښه چمتو یو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې، د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته تیاری ښه روان دی او په دې برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نشته او همدارنګه د انتخاباتو د بهیر څارونکو ته د کارتونو ویشل دوام لري.
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د تیارېو نیول په جدي توګه روان دي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې دوي نه شي کولای له دې وروسته د رایي ورکولو نور مرکزونه تر خپل پوښښ لاندې راولي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د چهارشنبې په ورځ امنیتي چارواکو وویل چې ښایي په نږدې ورځو کې د رایي ورکولو په یو شمېر نورو مرکزونو کې هم امنیت ټینګ شي.

فضل احمد معنوي همدې ټکي ته په اشارې څرګنده کړه که څه هم دوي هڅه کوي چې په ټولو سیمو کې خلک د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخلي خو له تخنیکي او لوژستیکي پلوه دوي نه شي کولای چې دغو سیموته لازم انتخاباتي مواد ورسوي:

(امنیتي ځواکونه داسې فکر کوي چې په یو شمېر نورو مرکزونو کې به هم امنیت ټینګ کړي خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم ستونزې لري او موږ په دغو مرکزونو کې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د حل کومه لاره پیدانه کړه.)

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې دا مهال د افغانستان په لسو ولایتونو کې کابو یونیم زرکسان خلکو ته د انتخاباتو په اړه معلومات ورکوي او په نورو ولایتونو کې به هم دا پروګرام ژرعملي شي.

د دې کمیسیون مشر وویل چې تر اوسه یولک او اویا زره څارونکو، د کاندیدانو او مدنې ټولنو استازو او خبریالانو ته د ولسي جرګې د انتخاباتو د بهیر د څارلو کارتونه ویشل شوي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

خو ښاغلي معنوي یو ځل بیا اندیښنه وښوده چې د امنیتي ځواکونو له هڅو سره سره په ځینو سیمو کې امنیتي ستونزې ډیرې دي او یو شمېر خلک به په انتخاباتو کې له ګډون څخه پاتي شي:

( یقینا ځینې سایټونه چې د امنیتی ځواکونو له خوا موږ ته امن ښودل شوي اوس هم تر ګواښ لاندې دي.

د بیلګې په توګه ما تېره ورځ له هلمند څخه لیدنه وکړه درې یا څلور مرکزونه چې نه شي پرانیستل کېدای د امنیتي ځواکونو په لست کې یې امنیت ښه ښودل شوی.)

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې ټولو زونونو ته یې دولس ملیونه رایې پاڼې رسولي او د سنبلې یا وږي د میاشتې تر څوارلسمې نېټې پورې به د ولایتونو مرکزونو ته هم رایې پاڼې انتقال شي.

ټاکل شوې ده په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات د سنبلې یا وږي د میاشتې په اوه ویشتمه نېټه ترسره شي خو د دغو انتخاباتو په درشل کې وسله والو مخالفانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو حملو ته زور ورکړي.

که څه هم امنیتي چارواکو د امنیت له پلوه ډاډ ښودلی خو داسې اندېښنې شته چې ښایي ډیر شمېر خلک په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي او د مسوولانو له څرګندونو سره سره په انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د تېرو انتخاباتو په څیر درغلي هم زیاته وي.