د فلسطینیانو او اسراییلو مشرانو پرون د امریکا په مشرۍ په خپلو کې د سولې د خبرو اترو د ملاتړ ژمنه کړې ده.
د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره په سپینه ماڼې کې له خبرو وروسته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د سولې په پروسه کې د فسلطینې ادارې مشر محمود عباس خپل شریک وباله.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر دواړو اړخونو غږ کړی و چې د سولې لپاره له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي:
(ستونزمن کار اوس پیلېږي. په دې چاره کې بریا او ناکامي دواړه امکان لري، خو دومره پوهېږو چې که موږ هڅه ونه کړو نو ناکامي به حتمي وي.
که دواړه خواوې خبرو اترو ته ژمن نه وي نو د یوه بل نسل لپاره به یو بل اوږد کړکېچ بیاهم دوام وکړي چې دې ته موږ اجازه نشو ورکولای.)
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل، هغه وخت را رسیدلی چې د اسراییلو او فسلطینیانو تر منځ د سولې خبرې له سره پیل شي.
ده زیاته کړه چې د سولې په اړه په هره کېدونکي موافقه کې باید د اسراییلو امینت خوندي وي،د فلسطیني ادارې محمود عباس وویل، دی باور لري چې تر راتلونکي کاله پورې د دواړو خواو تر منځ سوله کېدای شي.
د ده په وینا د فلسطینیانو خپلواک دولت هغه مهال جوړېدای شي چې اسراییل په لویدیځه غاړه کې د یهودي میشت ځایونو جوړول بند کړي.