د بريتانيا د صدراعظم مرستيال نيک کليګ پرون تاييد کړه، چې په افغانستان کې به د بريتانيا جنګي ماموريت په ٢٠١٥م کال کې ختم شي.
د هلمند په بوستون کمپ کې له بريتانوي پوځيانو سره په کتنه کې ښاغلي کليګ پر طالبانو غږ وکړ، چې د افغانستان په سياسي راتلونکي کې برخه واخلي.
نوموړي وويل، موږ په ٢٠١٥م کال کې خپل جنګي ماموريت په افغانستان کې ختموو او په دې هېواد کې به د بريتانيا جنګي کوم عسکر نه وي ياتې.
بريتانيا په افغانستان کې شا و خوا لس زره عسکر لري چې اکثره په هلمند کې دېره دي. د (اى کژولټيز انټرنټ پاڼې په حواله) په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې د دې هېواد اووه اتيا عسکر وژل شوي دي. له ٢٠٠١م کال راهيسې بيا د وژل شويو سرتېرو شمېر ۳۳۲ ته رسېږي.