د اکسفام په نامه د بشري مرستو بريتانوۍ ډلې د افغانستان په شمال کې په يوه چاودنه کې د خپلو دریو کارکوونکو مړینه تایید کړې ده.
دې ټولنې د دې خبر د تایید ترڅنګ په هغه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه ويلي دي، چې دوه افغان کارکوونکي او يو رضاکار يې د بدخشان په يوه ليرې پرته غرنۍ سيمه کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د اګست په لومړيو کې وسلوالو په همدې ولايت کې ١٠ روغتيايي کارکوونکي ووژل، چې اته يې بهرنيان او دوه افغانان وو.
د اکسفام په نوم اداره له ١٩٩١م کال راهيسې په افغانستان کې فعاليت لري چې وايي د بشري مرستو په چارو کې همکاري کوي.