د عراق صدراعظم نوري المالکي وايي په دې هیواد کې د متحد ایالاتو د جنګې عملیاتو له ختمیدو سره عراق خپله خپلواکې تر لاسه کړه .
مالکي په تلویزیون کې نن د خپلی وینا په ترڅ کې وویل ، عراقي ځواکونه ددې توان لري چې په کامله توګه د عراق امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي .
د امریکا ولسمشر بارک اوباما به نن ماښام له سپینې ماڼۍ څخه په یوې ټلویزیوني وینا کې په عراق کې د امریکا د جنګي ماموریت پای ، په رسمي توګه اعلان کړي .
اوباما، چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې پر عراق له شوی تیري سره مخالف وو، په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کمپاین په مهال يې ژمنه وکړه، چې جګړه به پای ته رسوي.
د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو سره سره امریکا خپل پنځوس زره سرتیري، چې په وسلو ښه سمبال دي په عراق کې ساتي، څو د عراقي ځواکونو په روزلو، د بیارغونې په کارونو او د امنیتي ګواښونو په وړاندې مبارزه کی له عراقي ځواکونوسره مرسته وکړي.
دا پاتي امریکایی سرتیري به د ۲۰۱۱ میلادي کال په پای کې له عراقه ووځي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ، جو بایډن عراق ته رسیدلې، څو په رسمي ډول د جنګي ماموریت پای اعلان کړي.
تمه کیږی چې بایډن به عراقي مشران دې ته وهڅوي څو هغه سیاسي جنجال چې د مارچ په میاشت کې تر پارلماني انتخاباتو وروسته رامنځ ته شوي او تر اوسه هم ګټونکې خوا ، نه ده معلومه پاې ته ورسوي .