د بګرام له زندان څخه نن نهه تنه خوست میشته بندیان ازاد او د یوې غونډې په ترڅ کې خپلو خپلوالو ته وسپارل شول.
د خوست د امنيې قومندان عبدالحکیم اسحق زي د غونډې پرمهال وویل، چې دغه ۹ تنه څو میاشتې وړاندې د خوست په بیلابیلو سیمو کې د افغان او ایتلافي ځواکونو له خوا په پوځي عملیاتو کې له طالبانو سره د تړاو او د دولت ضد فعالیتونو په تور نیول شوي وه چې د بګرام په زندان کې ساتل کیدل.
ده وړاندې وویل، چې دغه بندیان د ولسمشر حامد کرزي د فرمان او د سولې د مشورتي جرګې په درناوي د لوي څارنوال تر مشرۍ لاندې د یوه ځانګړي کمیسیون له خوا خوشي کړای شوي دي.
تر دې مخکې هم د دغه ولایت تر سلو زیات بندیان چې په ورته جرمونو تورن وو، د بګرام له زندان څخه خوشې کړای شوي دي.