د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي، چې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د ۱۹۹۰ لسیزې له جګړې نه لا هم پنځلس زره کسان لادرکه دي.
دا شمیره د دوشنبې په ورځ د لادرکه شویو کسانو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په ترڅ کې خپره شوې.
دغه کمیټه وایي، چې له لادرکه شویو کسانو څخه لس نیم زره یې له ۱۹۹۲ نه تر ۱۹۹۵ میلادي کلونو پورې په بوسنیا کې لادرکه شوي، حال دا، چې کابو دوه زره څلور سووه یې له ۱۹۹۱ نه تر ۱۹۹۵ میلادي کلونو پورې د کروشیا په جنګونو کې ورک شوي دی.
له ۱۹۹۸ نه تر ۱۹۹۹ میلادي کلونو پورې یو زر اته سووه نهه دېرش بیا په کوسوو کې لادرکه شوي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې په یوه اعلامیه کې د پخواني یوګو سلاویا هیوادونه هڅولي، چې د ورکوشویو کسانو په موندلو کې زیاتې هڅې وکړي.