ناټو: په جنوب کې ۷ سرتیري وژل شوي

د ناټو ځواکونه وایي، چې اوه سرتیري یې د افغانستان په جنوب کې په دوجلا پیښو کې وژل شوي دي.

ناټو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې پنځه سرتیري په سړک کې د بمي چاودنې په ترڅ کې وژل شوي او دوه تنه نورپه یوې بلې حملې کې وژل شوي دي.

د ناټو اوه واړه وژل شوی سرتیري امریکایان ښودل شوي دي.

په همدې حال کې یو کاناډایي سرتیری چې په افغانستان کې ټپي شوی و او د درملنې لپاره جرمني ته لیږدول شوی وو د خپلو ټپونو له امله پرون په روغتون کې ساه ورکړه.

د اسرتیری څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د کندهار په پنجوایي ولسوالی کې په یوې بمي چاودنه کې ټپي شوی و.