میدان وردګو کې ۳۶ ټولګټې پروژ بشپړې شوې

د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مرکز او لومړۍ برخه کې د ملي پیوستون ۳۶ ټول ګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د میدان وردګو ولایت د کلیو د پراختیا او بیا رغونې ریس جان محمد حکمت جو ازادي راډیو ته وویل، چې د دغو پروژو مجموعي لګښت له اتلس ملیونو ډالرو څخه زیات دی.

ویل شوي چې له دغو پروژ څخه به کابو ۲۳۰۰ کورنۍ برخمنې شي.

په دغو پروژوکې د سړکونو، پلچکونو، کاریزونو، د اوبو د بندونو کانالونو د جوړولو پروژې شاملې دي.