د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن نیږدې نهه ټنه مخدر مواد وسوځول .
د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې مرستیال جنرال داوود داوود خبریالانو ته وویل، چې دغه مواد له تیرو پنځو میاشتو راهیسې د سرحدی سیمو په ګډون د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو نیول شوي ول.
د ښاغلي داوود په وینا د دغو موادو د نیونې سره یو ځای ۲۸۲ تنه د مخدرو موادو قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي.
ويل شوي چې په نیول شویو کسانو کې شپږ بهرنیان او لس کسه دولتي کارکوونکي او پوځي افسران هم شامل دي.