د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې نن سهار یوې چاودنې د لعلپورې ولسوال وواژه.
د راپوررونو له مخې په دغه چاودنه کې د لعلپورې د ولسوال سید محمد پهلوان پنځه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې چاودنه سهار نهه بجې د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې شوې ده.
لومړنیو څیړنو ښودلې چې چاودیدونکي موا د مخه د نوموړي ولسوال په موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
د پیښې مسوولیت طالبانو پر ځان منلې او د سید محمد پهلوان د ساتونکو د وژنې ادعا یې هم کړې ده.
خو سیمیزو چارواکو دغه ادعا نا سمه ګڼلې ده.