په فراه کې دوه تنه ځان وژوونکي وژل شوي

د فراه ولایت امنیتي ځواکونه وايي، دوه کسان چې د ځان وژونکو بریدونو نیت یې درلود وژلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د دغه خبر پخلی کړی دی او ویلي یې دي، چې دغو دوو څان وژونکو چې پرون یې غوښتل د فراه ولایت مرکز مقر ته ننوځي د امنیتي ځواکونو له خوا پیژندل شوي او په ‌‌‌ډزو وژل شوي دي.

وسلوالو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.