د سربيا د کورنيو چارو زير اويچا داسيچ وايي، د سربيا او بوسنيا پوليسو د وسلو د قاچاق يوه شبکه ځپلې، شپږ کسان يې له يوه اندازه چاودونکو موادو او وسلو سره نيولي دي.
د کورنيو چارو وزير د دې هېواد يوې خبري رسنۍ ته ويلي، د دې شبکې مشر چې د بلګراد دى او د هغه څلور کسان په سربيا کې د ګډو عملياتو په نتيجه کې نيول شوي دي. شپږم تن په بوسنيا کې د وسلو او چاودونکو موادو د انتقال په شک نيول شوى دى.
وزير وايي، د حملې په جريان کې پوليسو پنځلس کيلوګرامه پلاستيکي چاودېدونکي مواد او لاسي بمونه نيولي دي.