په افغانستان کې په جلا جلا پېښو کې اووه امريکايي عسکر، د يوې کانديدې پنځه کمپاينران او د ولسي جرګې يو کانديد وژل شوي دي
د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه وايي، دوه عسکر يې په جلا جلا بريدونو کې وژل شوي، پنځه نور په جنوب او ختيځ کې د تاوتريخوالي په نتيجه کې وژل شوي.
بل خوا په هرات کې د ولسي جرګې يو کانديد حاجي عبدالمنان چې د هرات له شينډنډ ولسوالۍ څخه کانديد و، په ډزو وژل شوى دى.
افغان پوليس وايي، د ولسي جرګې د کانديدې فوزيې ګېلاني د کمپاين د پنځو غړو مړي، د هرات له ادرسکن ولسوالۍ څخه موندل شوي دي، دوى مخکې وسلوالو طالبانو تښتولي وو .