هرات:کاندیدې فوزیې ګیلاني د انتخاباتي کمپاین د ۵غړو جسدونه نن پیدا شو

د هرات سیمه ایز چارواکي وایي چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د کاندیدې فوزیې ګیلاني د انتخاباتي کمپاین د پنځو تنو غړو جسدونه نن پیدا شوي دي.

د هرات د ادرسکن ولسوال نثار احمد پوپل ازادۍ راډیو ته وویل چې د دغو کسانو جسدونه د دې ولسوالۍ د میرانکوه په سیمه کې ترلاسه شوي دي.

د فوزیې ګیلاني د انتخاباتی کمپاین لس تنه غړي د تېرې پنجشنبې په ورځ وتښتول شول چې پنځه تنه یې د ادرسکن او فارسي ولسوالیو ترمنځ سیمه کې بیرته خوشې شول او پنځه تنه نور یې نا معلوم لوري ته بوول شوي وو، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي تردې وړاندې د دغو پنځو تنو د تښتولو مسوولیت منلی وو.

په هرات ولایت کې تېره شپه هم د حاجي عبدالمنان په نوم د ولسي جرګې یو کاندید د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.