د جرمني د دفاع وزیر په کندز کې له خپلو سرتېرو لیدنه وکړه

د جرمني د دفاع وزیر افغانستان ته د سفر په ترڅ کې نن په کندز ولایت کې له جرمني سرتېرو سره ولیدل.

کارل تیو دورسو ګوتنبرګ نن په کندز کې خبریالانو ته وویل چې جرمني ځواکونه به ترهغه وخته په افغانستان کې پاتې شی چې دا هېواد ورته اړتیا ولري.

ښاغلي ګوتنبرګ څرګنده کړه چې د افغانستان په شمال کې د دوي د ځواکونو فعالیتونه تر پخوا ډیر منظم شوي او هڅه کیږي چې د امنیت ساتنې ترڅنګ د بیارغونې کارونه هم په ښه او چټکه توګه پرمخ ولاړ شي.

جرمني کابو څلور زره سرتېري په افغانستان کې لري چې تر ډیره په شمال کې میشت دي.