د کورنیو چارو وزارت وایي چې ډیر ژر به په ګمرکونو او بندرونو کې د بایو متریک یا هویت پیژندنې سیسټم فعاله شي، د کورنیو چارو وزارت د جنایي چارو رییس مرزا محمد یارمند نن په کابل کې د عدلې وزارت د محابسو له رییس سره په یوه ګډه غونډه کې وویل چې د هویت پیژندنې دغه سیسټم به تر راتلونکو درېو میاشتو پورې په پنځو سترو ګمرکونو، شپږو زونونو او دیارلس بندرونو کې نصب شي.
د ښاغلي یارمند په خبره د بایومتریک سیسټم د ښه پرمخ وړلو لپاره کابو زر تنه یا روزل شوي اویا هم د روزلو په حال کې دي او د دې سیسټم له فعالېدو سره به ترډیره د جنایي پېښو مخه ونیول شي.
په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري نن خبریالانوته وویل چې په اسد یا زمري میاشت کې د سرطان یا چنګاښ میاشتې په مقایسه په افغانستان کې په جنایي جرمونو کې څوارلس او په تروریستي فعالیتونوکې درویشت فیصده کموالی راغلی دی.