د کابل په شمالي برخه قره باغ کې یو پل په بم الوزول شوی

تېره شپه د کابل په شمال کې د قره باغ په ولسوالۍ کې د کابل چاریکار په لویه لاره کې د صوفیانو پل د وسله والو مخالفانو له خوا په بم الوزول شوی دی.

د قره باغ ولسوال حنیف صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل چې دا بم د بهرنیو ځواکونو په کاروان الوتی او د هغوي یو ټانک یې هم ویجاړ کړی دی، بهرنیوځواکونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم نه ده معلومه چې هغوی ته تلفات اوښتي او که نه.

په عین حال کې ویل شوي چې له پېښې وروسته شمالي سیموته د نقلیه وسایطو او مسافرو په تګ راتګ کې هم ستونزې پیدا شوي دي، دا لومړی ځل دی چې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې چې ښه امنیت لرونکې بلل کیږي په لویه لاره کې دا ډول پېښه کیږي.