د میدان ښار- بامیان د لویې لارې د دوهمې برخې د قیرکولو تړون تېره ورځ لاسلیک شو.
د افغانستان د فواید عامې وزیرعبدالقدوس حمیدي رسنیو ته ویلي چې پردې سړک به د ایټالیا له خوا شپږ پنځوس میلیونه یورو ولګول شي او کار به یې د یوه ایراني شرکت له خوا د درېو کلونو په موده کې بشپړ شي.
د دې لارې د لومړۍ برخې د قیرکولو کار له مخکې نه د ایټالیا له خوا د شپږ دیرش ملیونه یورو په لګښت پیل شوی وو چې ویل شوي سږ کال به پای ته ورسیږي.
د فواید عامې وزیر څرګنده کړې چې د دې لارې له قیر کولو سره به د افغانستان د مرکزي برخې د اوسیدونکو په تګ راتګ کې د پام وړ اسانتیاوې راشي او په راتلونکې کې به دا لویه لاره له هرات ولایت سره هم ونښلول شي.