د لوی څارنوال مرستیال ولې استعفا ته مجبوره شو؟

لویې څارنوالۍ ویلي چې فضل احمدفقیریار د عمر د ډېروالي له کبله تقاعد کړی دی

د افغانستان لویې څارنوالۍ پرون وویل، چې د دې څارنوالۍ مرستیال تقاعد شوی او یو بل تن د هغه پرځای ټاکل شوی دی.

لویې څارنوالۍ ویلي چې فضل احمدفقیریار د عمر د ډېروالي له کبله تقاعد کړی دی، خوپه خپله فقیریار اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې دی تقاعد ته مجبوره کړای شوي ځکه چې د چارواکو د اداري فساد دوسیې یې بشپړولې.

له هغه سره عصمت څاروان مرکه کړې چې دا مرکه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.