په ایران کې د سویډن د سنګار کولو یوه کمپنۍ تورنه شوه

د ایران د ملي امنیت د ادارې مشر حیدر مصلحي تېره ورځ په دغې هېواد کې د سویډن د سنګار کولو یوه کمپنۍ تورنه کړه چې د ایران امنیت ته ګواښ جوړوي.

د ایران د دولتي ټلویزون ویب پاڼې د مصلحې په حواله ویلي اوري فلم غوښتل چې د ایران د سیسټم پر ضد کار وکړي.

هغه وویل بهرنیو استخباراتي ادارو د دغې کمپنۍ له لارې ایران ته ستونزې جوړولې، خو نوموړي په دې لړ کې د کوم خاص هېواد د استخباراتو نوم نه دی اخستی.

له دې نه مخکې ایراني چارواکو په تهران کې د سویډن د سینګار کولو د دغې کمپنۍ دفتر وتړه او پینځه کارکونکي يې هم ونیول، خو د فرانسې خبري اژانس د اوري فلم کمپنۍ د مشرې په حواله وايي چې دا تور بې اساسه دی او هغوي یوازې د سینګار په برخه کې فعالیت کوي او په هیڅ ډول سیاسي مسایلو کې مداخله نه لري.