پېښور کې دوه برمته شوي کسان وژغورل شول

د پاکستان امنیتي ځواکونو په پېښور کې پر هغې دولتي دوانۍ حمله وکړه چې وسله وال ورننوتي و، او دوه یرغمل شوي کسان یې وژغورل.

د پولیسو لوړ پوړي مقام لیاقت علي خان وویل، وسله وال تسلیم شول او په عملیاتو کې چا ته تلفات نه دي رسیدلي.

نوموړي وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوه یا درې بندي وسله وال له بنديخانې څخه وړل کېدل، پرخپلو دوو باډي ګارډانو یې حمله وکړه، هغوی یې یرغمل کړل، ډزې یې پېل کړې او د تېښتې هڅه یې کوله.

وروسته بیا په ودانۍ کې تسلیم شول.

تر دې مخکې پولیسو ویلي و، یو شمیر وسله والو هڅه کوله چې د پېښور په یوې امنې سیمې حمله وکړي چې د پاکستان د استخباراتو یا (ای اېس آی) او د امریکا د قونسلګرۍ ودانۍ پرته ده، خو پر وسله والو د امنیتي پوځیانو لخوا متقابلې ډزې وشوې.