د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپل ولس ته د دې اوونۍ په راډیويي وینا کې نن وویل، واشنګټن خپل محاربوي ځواک چې د روانې میاشتې په پای کې یې له عراق څخه باسي، په دغه هېواد کې د جګړې د ختمولو د مسوولیت په برخه کې یو مهم ګام دی.
اوباما زیاته کړه، دغه اقدام همدا راز د نوموړي د هغو ژمنو عملي کول دي چې د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال یې کړې وې.
د امریکا ولسمشر وویل:
( ما دې مقام ته د کاندید په توګه ژمنه کړې وه، چې دا جګړه به پای ته رسوم. اوس د امریکا د ولسمشر په توګه همدا ژمنه ترسره کوم.
ما له هغې مودې راهیسې چې د ولسمرۍ چارې مې په غاړه اخیستې دي، شاوخوا نوي زره سرتیري هېواد ته ستانه کړل. مونږ همدا راز په عراق کې خپلې سلګونې اډې یا وتړلې یا مو هم خپله عراقیانو ته وسپارلې. عراقیانو د خپل هېواد په ډېرو برخو کې امنیتي مسوولیت پخپله غاړه اخیستی دی.)
بارک اوباما وویل، عراق د بل هر خپلواک هېواد په څېر د خپل راتلونکې په ټاکلو کې آزاد دی او د راتلونکي کال ترپایه به ټول عراقي ځواکونه خپل هېواد ته ستانه شي.
ولسمر اوباما په داسې حال کې وېنا کوله چې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت دوه ورځې وروسته یانې د سه شنبې په ورځ په رسمي توګه پای ته رسیږي.