ایران کې زلزلې مرګ ژوبله اړولې

د ایران دولتي ټلویزیون وویل، یوې زلزلې چې د دغه هیواد تر ټولو لویې صحرا ( دشت کویر) یې ولړزاوه، درې تنه مړه او شاوخوا څلوېښت کسان یې ټپیان کړل.

دې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب پنځه اعشاریه نهه درجې ثبت شوې د دامغان ښار، جنوب ځپلی دی.

د ایران د سرې میاشتې د عمومي منشي ظاهر روستایي د وېنا پر اساس په خپرو شویو راپورونو کې راغلي چې د دامغان ښار ته نژدې، شپږ کلي زیانمن شوي او د زلزلې ټکانونه حتی په تهران کې هم محسوس شوې دي.