د افغانستان د مرکز او ولایتونو شل تنه څارنوالان د اصلاحاتو او قضایي عدالت په برخه کې ترلس ورځنۍ روزنې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، چې د بشري حقونو او د عدالت د ټینګښت د مسایلو د پیاوړتیا په هدف د مرکز او ولایتونو د څارنوالانولپاره روزنیز پروګرامونه ډېر ګټوردي او دا لړې به په راتلونکې کې دوام ولري.
د لویې څارنوالې مرستیال عبدالوکیل امیني د شنبې په ورځ په کابل کې له یوه لس ورځني روزنیز سمینار څخه د شلو تنو څارنوالانو د فراغت پر مهال د دې مطلب په څرګندولو سره وویل، چې څارنوالانو ته د بشري حقونو او عدالت په اړه روزنه په هېواد کې د ټولنیزعدالت د ټینګښت لپاره ډېر اړین بلل کیږي:
”هیله لرم چې دغه روزنیز پروګرام د لویې څارنوالۍ د ادارې او تاسو ګرانو زده کوونکو ته ګټور ثابت شوی وي او زه ډاډه یم چې دا پروګرام ډیرې ګټوري پایلي له ځان سره لري، هغه اوږد مهاله کورسونه چې زموږ په اداره کې پیلیږي، هیله مند یو چې دا پراخ شي او وخت یې ډیر شي.“
څارنوالانو ته دغه لس ورځنۍ روزنیزه دوره د اروپایي ټولنې د اصلاحاتو او قانون د حاکمیت د څانګې له خوا جوړه شوې وه، چې یوشمېر ښځینه څارنوالانو هم په کې برخه اخیستې وه.
په افغانستان کې د اروپایې ټولنې د دې څانګې مسوولې جنیت راین وویل، چې تردې وړاندې هم دوی په دې برخه کې نږدې نهه سوه تنه افغان پولیس او د قضایي ارګانونو کارکوونکي روزلي اوله دې وروسته هم دا لړې پرمخ وړي.
د دې روزنیزې دورې یوې ګډون کوونکې خدیجه هوتک که څه هم دا روزنیزه دوره ډیره ګټوره بولي خو وایي، چې باید دغه ډول پروګرامونه اوږدمهاله وی:
د حقوقی چارو یوشمېر کارپوهان وایي، چې د بشري حقونو او ټولنیز عدالت په اړه د تازه مسایلو د زده کړې لپاره لنډ مهاله سمینارونه ډېر ګټور نه دي او ډېر مالي لګښت هم لري.
دوی وړاندیز کوي، چې په افغانستان کې د قانون د حاکمیت او عدالت د ټینګښت لپاره باید اساسي او اوږدمهاله پروګرامونه عملي شي ترڅو څارنوالان د دې جوګه شي، چې قانون په پوره توګه تطبیق او خلکو ته سم خدمتونه ترسره کړي.