په زابل کې پر بې وزلو خوراکي توکي ویشل شوي

د زابل سیمه ایز دولتي چارواکي وایي چې د خوړو نړیوال سازمان یا ډبیلیو. ایف. پي په دی ولایت کې پر دوه زره بیوزلو کسانو خوراکي مواد ویشلي دي.

د زابل د والي ویاند محمد جان رسول یار ازادي راډیو ته وویل، دغه خوراکي مواد چې غنم، وریجې، غوړي، دال او داسې نور په کې شامل دي دوه سوه دوه دېرش ټنه وو، چې د زابل په مرکز قلات کې پر اړو کسانو وویشل شول.