ټاکل شوې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د پایپ لاین د غځولو تړون په نژدې راتلوونکي لاسلیک شي، دغه تړون په سیمه کې د نا امنیو او ناسمو سیاسي حالاتو له امله له څو کلونو راهیسۍ ځنډېدلی دی.
د افغانستان د لویدیځو او جنوبي سیمو څخه پاکستان اوهند ته د ترکمنستان د ګازو د پایپ لین تیرېدل هغه مسئله ده چې په اړه یي له څو کلونو راهیسې خبرې کیږي خو د افغانستان دکانونو وزارت خبر ورکوي چې د دې پایپ لاین د غځولو تړون به په نږدې راتلونکې کې لاسلیک شي.
ترکمنستان، افغانستان، پاکستان اوهند د دې لويې پروژې د پیلېدولپاره تیاری ښودلی او ویل شوي چې د څلور واړو هېوادونو چارواکي به ډیر ژر په دې اړه پریکنده پریکړې ته ورسیږي.
د کانونو وزارت ویاند جواد عمر د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته د افغانستان له لارې د دغه پایپ لاین د غځولو د ارزښت او اقتصادي اغېزو په اړه وویل:
” دا پایپ لاین د افغانستان له خاورې څخه تیریږي، اقتصادي ارزښت یې زموږ د هېواد لپاره دا دی چې حق العبور ورڅخه اخلو، خلکو ته کار پیدا کیږي او په ځینو سیمو کې چې موږ غاز لرو د دې پایپ لاین په واسطه یې انتقال او خرڅ کړو، د دې پایپ لاین د امنیت ساتنې لپاره افغان دولت یو لړ پروګرامونه لري. “
جواد عمر وویل دغه پایپ لین له پیله تر پایه 1900 کیلو متره اوږدوالی لري، چې 755 کیلو متره یې د افغانستان له خاورې څخه تیريږي، خو د افغانستان او پاکستان د چارو څېړونکي که له یوې خوا د دغه پایپ لاین د غځولو ډیرې ګټې یادوي خو دا هم وايي چې په دواړو هېوادونو کې د اوسنیو نا امنو شرایطو په موجودیت کې د دغه پایپ لین غځول ستونزمن کار دی، د افغانستان او سیمې د سیاسي چارو څېړونکی احمد سعیدي هم ورته نظر لري:
”د دې پایپ لاین غځول به د امنیت د ټینګښت او د دواړو خواوو لپاره د ډیرې ګټې لامل شي، خو په لومړي سر کې امنیتي ستونزې په دې برخه کې شته او په دوهم ګام کې د سیمه ایزې مافیا ګټې دي چې ستونزې به جوړې کړي.
په اوسنیو حالاتو کې یوازې تړون لاسلیک کېدی شي خو د پایپ لاین دغځولو لپاره په افغانستان او پاکستان کې شرایط نه دي برابر.“
د پاکستان د سیاسي چارو څېړونکي افراسیاب خټک هم تر یوه ځایه له ښاغلي سعیدي سره هم نظره دی او وايي د پاکستان اوسني شرایط هم د دغه پایپ د غزولو لپاره نه دی برابر:
”موږ اوس مهال وینو چې د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ سیاسي اړیکې ښې شوي، خبرې دوام لري خو لا هم امنیتي شرایط ډاډه نه دي.
په افغانستان کې وضع یو څه ښه شوې خو په پاکستان کې امنیتي حالات ډیر خراب دي او دا موضوع د پایپ لاین د غځېدو په وړاندې ستره ننګونه ده دغه لاین د بلوچستان له لارې پاکستان ته داخلیږي.“
د افغانستان د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې دغه پروژه به اوونیم میلیارده ډالره لګښت ولري او ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ له ترکمنستان څخه یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته راشي او له افغان چارواکو سره د دغې پروژې پر تخنیکي او عملي چارو خبرې وکړې.
د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د کانونو وزیران به د روان کال د اکتوبر په میاشت کې یوه ګډه غونډه وکړي چې تر اوسه یي ځای نه دی معلوم.
د اقتصادي چارو کار پوهان د افغانستان له لارې پاکستان اوهند ته د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین غځول ډیر مهم او ګټور بولي او وایي چې افغان حکومت باید د دې پروژې د عملي کار د پېلېدو لپاره ډیره هڅه وکړي.
معصوم میوند- کابل