په ننګرهار کې د کرکټ ازموینه

د ننګرهار کرکټ فدراسيون د شل اورېزو نړۍ والو سياليو د چمتو والي لپاره د کرکټ ډله جوړه کړه.

کرکټ فدراسيون ددغه ولايت له سلګونو کرکټ لوبغاړو نه د شنبې په ورځ ازموينه واخيسته او شپاړلس تنه يې وټاکل.دا لوبغاړي به په کابل کې د ټول افغانستان په کچه په سياليو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د غړيتوب لپاره په ننګرهار کې د کرکټ فدراسيون له خوا جوړې شوې ازموينې ته د کرکټ لوبې ګڼ مينه وال راټول شوي وو، د ننګرهار د کرکټ فدراسيون لارښود کوچ نوروز زرمتي وويل :

له دوى نه ١٦ تنه وټاکل شول ده وويل: دا لوبغاړي به کابل او پاکستان کې په ملي سياليو کې ګډون کوي او خپلې وړتياوې به وښيي. ده وويل:

کوشش وشو چې دغه انتخاب ته د ننګرهار ولايت له هرې سيمې نه د کرکټ لوبغاړي را وغوښتل شي او دادې تاسې ګورې چې له مختلفو سيمو نه په سلګونو لوبغاړي راټول شوي او په پوره جرائت او مېړانه د افغاني غرور استازي کوي.

هغه کرکټ لوبغاړي چې د ننګرهار ولايتي ټيم ته ور وپېژندل شول خوشاله و، چې د افغانستان په دننه او بهر کې به له نورو لوبغاړو سره سيالۍ وکړي:

د نجيب الله په نامه د هستي ګل اکاډمۍ يوه لوبغاړي وويل: خوشاله دى چې په ازموينه کې بريالى راووت. ده وويل: په کابل کې به په کرکټ لوبو کې د خپلې سيمې د لوبغاړو نوم ښه وځلوي.

خو د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړي کريم صادق وويل: د کرکټ ددغه ازموينې په بهير کې ستونزې وې او ښايي چې دا انتخابات ډېر دقيق نه وي: ده وويل:

اويا فيصده انتخاب دقيق دى؛ خو په پاتې فيصدۍ کې د لوړ سن لوبغاړي انتخاب شوي، چې په کار ده د ټيټ سن ځوان لوبغاړي انتخاب شي.

خو نوروز زرمتي وويل: انتخابات دقيق شوى او ټاکل شوېو کسانو ته نوره روزنه هم ورکول کېږي.
په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د کرکټ مينه وال مخ په ډېرېدو دي او له ښاره اطرافو ته هم رسېدلې، چې ګڼ ځوانان په کې ګډون لري.

محمد داود وفا