د ننګرهار په ايسارک ولسوالۍ په بريدکې مرګ ژوبله پېښه شوې ده، د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل:
د شنبې په شپه وسله والو مخالفينو د جلال اباد غرب ته څه ناڅه ٩٠ کيلو متره لرې په پرتې ولسوالۍ ايسارک باندې بريد کړى، چې د پوليسو په ځوابي بريد کې ٤ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.

ده وويل: په بريدکې پوليسو ته هېڅ ډول زيان نه دى رسېدلى او دغه راز د ايسارک ولسوالۍ او د امنيه قوماندانۍ ودانۍ هم محفوظې دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډيوته په ليکلي پيغام کې ښودلې چې پر ايسارک ولسوالۍ په بريد کې دوي د ولسوالۍ دفتر په بشپړه توګه ويجاړ کړى او امنيه قوماندانۍ دوى نيولې ده، درې عرادې رينجر موټر يې سېزلي، ٧ تنه پوليس يې وژلي، ٦ تنه يې ټپيان کړي هم دي.
دغه راز دده په وينا ٥ تنه طالبان هم ټپيان شوي دي؛ خو ننګرهار چارواکو دا ادعا رد کړې ده.
محمد داود وفا