د انتخاباتو د شکایتو کمیسیون وايي، د ولسي جرګې هغه کاندیدان چې دوه تابیعته ولري د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ورته ممانعت نه دی ټاکل شوی او همدانګه زیاتوي، چې د کاندیدانو د افغاني تابیعت درلودل شرط دي، خو د انتخاباتو په قانون کې د دوو تابیعت درلودلو ته اشاره نه ده شوی.
په داسې حال کې، چې د افغانستان د انتخاباتو په قانون کې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د کاندیدېدو یو شرط د افغانی تابیعت درلودل دي، خو داسې شکایتونه کیږي، چې د ولسي جرګې ځینې کاندیدان افغانی تابیعت نه لري.
د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون چارواکي وايي، هغه کسان چې له افغاني تابعیت پرته بل تابیعت ولري، په ولسي جرګه کې د کاندیدېدو حق لري.
د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون ویاند احمدضیا رفعت په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:
( په دې قانون کې داسې بندیز نه دی لګول شوی، چې له یوه تابیعت پرته د بل تابیعت درلودل د کاندیدېدو مخه نیولی شي. نو ځکه هغه کسان ، چې دوه تابیعته ولري او یو تابیعت یي افغانی وي، نو په ولسي جرګه کې د کاندیدېدو حق لري، خو که افغانی تابیعت ونه لري ، نو نشي کولی ، چې په انتخاباتو کې د کاندیداتوری له حق څخه برخمن شي.)
تر دې مخکې داسې شکایتونه شوي دي، چې د ولسي جرګې ځیني کاندیدان له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دي، خو بیا هم په وروستي لست کې یي نومونه موجود دي، خو د انتخاباتو د شکایتو د کمیسیون ویاند احمدضیا رفعت په دې اړه وايي:
( کېدای شي ، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو په وروستي لیست کې داسې کاندیدان موجود وي، چې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن وي، خو تر هغې چې با صلاحیتې محکمې له بشري جقونو څخه د سرغړونکو په تورنو کسانو د جزا حکم نه وي صادر کړی، د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون نه شي کولی ، چې دوي د کاندیدېدو له حق څخه محروم کړي.)
په همدې حال کې ځینې خلک وايي، هغه کسان چې دوه تابعیت لري او یا هم له بشری حقونو څخه یي سرغړوی کړی، د دوی په خبره نه شي کولی ، چې د ملت په ګټه کار وکړي.
دغه شکایتونه په داسې حال کې کیږي، چې له شلو څخه ډېرې ورځې د ولسي جرګې انتخاباتو ته پاتې دي، په دې انتخاباتو کې له ټول افغانستان څخه د څلورو سوو ښځو په ګډون ۲۵۰۰ کسانو د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکیو ته ځانونه کاندید کړي دي.
د ولسي جرګې انتخابات په داسې حال کې کیږي، چې د رپوټونو له مخې د هېواد په یو شمېر نا امنو سیمو کې د راېو د مرکزونو د تړل کېدو اعلان شوی دی.