په هلمند کې په درېو جلا جلا پېښو کې نهه تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي او د يوې کورنۍ د پنځو تنو د ټپي کېدو ترڅنګ د يوې امنيتي کمپنۍ درې تنه ساتونکي وژل شوي دي.
د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان لمړى بريد من زمري ويلي دي چې، تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ د بندي برق په سيمه کې طالبانو پر امنيتي پوستو بريد کړى دى چې په ترڅ کې يي نهه تنه وسلوال طالبان وژلي دي.
هغه د وسلوالو طالبانو هغه خبره رد کړه چې، ګواکې د ګرشک ولسوالۍ څارندوال عبدالاحد يي وژلی دى، د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند محمدنورزى وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د پوليسو په جامو کې د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ پرکسانو بريد کړى دى او درې تنه يي وژلي دي.
نورزي همدا راز وويل، تېره شپه په لښکرګاه ښار کې د نامالومو وسلوالو کسانو له لوري يوه کور ته لاسي بمونه اچول شوي دي چې له امله يي د ېوې کورنۍ دوه ماشومان دوې ښځې او يو نارينه سخت ټپيان شوي دي، هغه وويل په دې تور يي تراوسه څوک نه دي نيولي.
طالبآنو د خپل لوري د مرګ او ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د ګرشک څارندوال عبدالاحد يي وژلی او په سنګين کې يي د درېو ملي پوليسو ترڅنګ اوه تنه بهرني سرتېري په بېلابېلو پېښو کې وژلي دي، خو دا خبرې دولتي کسان نه مني.