ډنمارک افغانستان ته د جنګي الوتکود استول په اړه د ناټو غوښتنه رد کړې

ډنمارک افغانستان ته د ایف ۱۶ ډوله جنګي الوتکو د استولو په اړه د ناټو غوښتنه رد کړې ده، د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل هېواد يې لا د مخه له افغانستان سره زیاتې مرستې کړي دي.

ډنمارک دا مهال په افغانستان کې ۷۵۹ سرتېري لري چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې يي ۳۴ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.