په هلمند کې یو ښوونځی نا مالومو وسلوالو په ماینونو الوزولې

د هلمند چارواکي وايي، د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې يو منځنی ښوونځى نامالومو وسلوالو تېره شپه په ماینونو الوزولی دی.

د هلمند د پوهنې رئیس شیراغا صافی وايي دغه ښوونځی د نادعلي ولسوالۍ د نورزو په کلي کې د تېرو پنځو مياشتو راهیسې فعاله و او نږدې يوسل او نوي تنه زده کوونکي يي درلوده .

د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان عصمت الله سادات ازدۍ راډيو ته وويل چې په دې پېښه کې د سيمې درې تنه اوسيدنکي هم ټپيان شوي او د ښوونځي ترڅنګ د یو جومات دیوالونه هم نړېدلې دی.

د دې پېښې پړه لا تر اوسه چا په غاړه نه ده اخستى خو د سيمې خلک وايي چې دا کار وسلوالو طالبانو کړى دى.