جوینده:نا امنۍ د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې ستر ګواښ دی

د ولسي جرګې غړي او د فرهنګ او مدنې ټولنې د بنیاد یوه مسوول میراحمد جوینده

په دې بحث کې چې د چهارشنبې په ورځ د فرهنګ او مدنې ټولنې د بنیاد له خوا جوړ شوی وو تر ډیره په دې خبرې وشوې چې د ولسې جرګې انتخابات باید په ازاده فضا کې ترسره شي او حکومت له مشخصو کاندیدانو څخه ملاتړ ونه کړي.

د ولسي جرګې غړي او د فرهنګ او مدنې ټولنې د بنیاد یوه مسوول میراحمد جوینده وویل، چې په افغانستان کې نا امنۍ د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې ستر چلینج دی او دغه راز د ده په خبره په ځینو سیمو کې د رایې ورکولو د مرکزونو نه پرانیستل کېدل ډیر شمېر خلک له رایې ورکولو څخه محروموي.

ښاغلي جوینده په ډاګه کړه چې دوی د ډیرو ستونزو د هوارولو لپاره له انتخاباتي ارګانونو سره خبرې کړي خو هغوي پرې غوږ نه دی ګرولې:

( ګمان نه کوم چې د انتخاباتي شکایتونو او د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې دا توان وي چې د دغو ستونزو په لري کولو کې جدي اقدان وکړي.

موږ له هرې ستونزې او غیرقانوني عمل څخه دغه کمیسیونونه خبر کړي خو له بده مرغه نتیجه یې نه ده ورکړې.)

په عین حال کې د فیفا یا په افغانستان کې د ازادو اوعادلانه انتخاباتو د بنیاد اجرایوي رییس جانداد سپین غر وویل چې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید هڅه وکړي چې په دې هېواد کې د انتخاباتو ترسره کېدو ته له هره پلوه لازمه زمینه برابره کړي.

د ښاغلي سپین غر په خبره یو شمېرکاندیدان په یوه نه یوه ډول د حکومت له ملاتړ څخه برخمن دي چې دا موضوع د نورو کاندیدانو او د مدنې ټولنو اندیښنې را پارولي دي.

د فیفا اجرایوي رییس خبرداری ورکړ که چېرې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون شفافو او عادلانه انتخاباتو ته زمینه برابره نه کړي نو د انتخاباتو نتایج به د ولسمشرۍ د تېرو انتخاباتو په څیر له ستونزو ډک وي.

دا اندېښنې په داسې حال کې پورته کیږي چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته څه باندې شل ورځې پاتې دي او دا مهال په مرکز او ولایتونو کې څه باندې دوه نیم زره کاندیدان خپلې انتخاباتي مبارزې په درز سره پرمخ وړي.

په عین حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او حکومتي چارواکو څو ځلې ویلي چې دوي په کابل او ولایتونو کې ټولو کاندیدانو ته د انتخاباتي کمپاینونو لپاره یو ډول زمینه مساعده کړې، په دې برخه کې یې هر ډول شکایتونه څیړلي او له هیڅ یوه مشخص کاندید څخه ملاتړ نه کوي.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د نا امنیو له امله د افغانستان په ځینو سیمو کې د رایې ورکولو د ځینو محلونو د نه پرانیستل کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې خو د دې هېواد امنیتی ارګانونو ویلي چې دوی به ډیرې هلې وکړي ترڅو په ټولو سیمو کې خلک د ولسې جرګې په انتخاباتو کې پراخه برخه واخلي.