هند له تروریزم سره د افغان دولت له روانې مبارزې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ

هندوستان د چهارشنبې په ورځ له تروریزم سره د افغان دولت له روانې مبارزې نه خپل غښتلې ملاتړ څرګند کړ.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډهلي کې تر لیدنې وروسته تروریزم د سیمې د امنیت لپاره یو ستر ګواښ وباله.

د ډاکټر زلمي رسول او د هغه د هندي سیال اس ام کرشنا له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې دواړو لورو په دې ټینګار کړې، چې تروریستان باید په سیمه کې هیڅ ډول پناه ځای ونه لري.

تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري ویلي وو، چې ډاکټر زلمي رسول په نوي ډهلي کې د هند له صدراعظم من موهن سنګ او د هند د ملي امنیت له سلا کار شیو شنکر سره ولیدل او د کابل په نړېوال کانفرانس کې د هند له فعاله ګډون نه مننه وکړه.

پخلاینه او په افغانستان کې د امن او سولې ټینګښت د کابل د نړېوال کانفرانس د اجنډا برخه وه، چې هند په کې ګډون کړې وو او د دې کانفرانس په پای کې له خپرې شوې اعلامیي نه یي ملاتړ وکړ. د دغو مسایلو په اړه خبرې نه دي شوي.

په عینې حال کې د اسو شیټیډ پریس خبري اژانس وایي، چې هند ویره لري، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته چیرې طالبان بیا واک ترلاسه نه کړي.

هند یو له هغو هېوادو څخه دې، چې په تېرو نهو کلونو کې د افغانستان په بیارغونه کې یو اشاریه درې میلیارډه ډالره لګولي دي.

د افغانستان او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو په پرونۍ غونډه کې اس ام کرشنا ډاډ ورکړ، چې هند د افغانستان د بیارغونې لپاره ژمن دې.