د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر ځلمي رسول له هندي چارواکو سره د خبرو لپاره پرون نوې ډیلي ته ورسېد.
د هند د بهرنیوچارووزارت ویاند ویشنوپراکاش وویل، ښاغلی رسول به د بهرنیو چارو له وزیر S.M کرشنا سره پردوه اړخیزو او نورو د علاقې وړ مسایلو خبرې وکړي.
پراکاش یوې خبري غونډې ته وویل، چې ځلمی رسول به هند ته په خپل دوه ورځني سفر کې د دې هیواد له صدراعظم منموهن سنګ او نورو لوړرتبه چارواکوسره هم وګوري.
ویل شوي چې د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر به له هندي مشرانو سره په کتنو کې له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د هڅو په اړه معلومات ورکړي.
هند ته د ښاغلي رسول له سفر څخه دوه ورځې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې پاکستان د طالبانو قوماندان، ملابرادر ښایي په دې خاطر نیولی وي، چې له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت هڅې شنډې کړي.
هند او افغانستان دواړه له پاکستان سره په اړیکو کې ستونزې لري ځکه دواړه هیوادونه اسلام اباد تورنوي چې په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.