جېمز کانوې: سمندري ځواکونو به په جنوب کې پاتې شي

د امریکا یو جګپوړی پوځي مقام وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په برخه کې د امریکا د ولسمشربارک اوباما اعلان د وسله والو طالبانو روحیه پیاوړې کړې او هغوی یې په دې باوري کړي چې د امریکايي قواوو د وتلو تروخته مقاومت ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د امریکا د پلیو سمندري قواوو د قول اردو قوماندان جنرال جېمزکانوې همداراز وویل، دی باور لري چې سمندري پلي ځواکونه به په راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان په جنوب کې پاتې شي.