د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، چې د ازبکستان د حرکت اسلامي یو غړی يي په تخار ولایت کې نیولی دی، د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، عبدالرحمان احمدي چې د ضیاالحق په نوم یې په دغه ولایت کې تروریستي فعالیتونه کول، نیول شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه کس د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې د طاهر یولداش د ډلې غړیتوب هم لري.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه کس د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې د طاهر یولداش د ډلې غړیتوب هم لري.