د افغانستان د کورنیو چارو وزير چې د هېواد د دفاع وزارت له لوي درستیز او د ملي امنیت له رييس سره کندهار ولایت ته سفر کړی نن یي د ارغنداب له ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه.
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم الله محمدي، د دفاع وزارت لوی درستیز شېرمحمدکریمي او د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل د ارغنداب ولسوالۍ له سپین ږیرو سره په لیدنه کې وویل، چې دوي د ولسمشر کرزي په امر هڅه کوي، چې په دې ولایت کې امنیت ټینګ شي.
په همدې حال کې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې د کندهار والي توریالي ویسا د ایران له کنسل سره په لیدنه کې غوښتي، تر څو د پوهنې د پراختیا په برخه کې مرسته وکړي.
ویل شوي،چې د ایران کنسل ژمنه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د یوه ښوونځي د جوړولو کار په کندهارکې پیل کړي.