پکتیا: د طالبانو سره په نښته کې ۳امریکايي سرتېري وژل شوي

په پکتيا کې د نا امنيو په لړ کې د يکشنبې په ورځ د دې ولايت د اريوب ځاځيو ولسوالۍ اړوند د روکيانو په سيمه کې د افغان او ايتلاف ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ په نښته کې د يوه پوليس په ګډون درې امريکايي سرتېري وژل شوي او درې پوليس ټپيان شوي دي.

د والي وياند روح الله سمون ازادۍ راډيو ته وويل، نښته وروسته له هغه رامنځ ته شوه، چې د افغان او ايتلاف ځواکونو يو پوځي قطار په ياده سيمه کې د وسلوالو طالبانو له کمين سره مخ شو، ده زیاته کړه د افغان او ايتلاف ځواکونو په متقابلو ډزو کې درې وسلوال طالبان هم له منځه تللي دي.

طالبانو د دې حملې مسووليت منلی، ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې په دې نښته کې يې تر دولسو زيات کورني او بهرني سرتېري مړه او ټپيان شوي دي،ده په دې نښته کې د يوه طالب جنګيالي د وژل کېدو خبره منلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په همدې په يوه بله پېښه کې د ګرديز ښار دننه د چاونې په سيمه کې د سړک جوړونې د خصوصي شرکت د امنيتي کسانو د سپرلۍ په موټر پسې د ماين په چاودنه کې يو امنيتي کس وژل شوى او يو بل ټپي دی.

ده والي وياند د پيښې پخلي کړي او طالبانو يې هم مسووليت پرغاړه اخيستى دى ولې په خوست او پکتيا کې ميشتو ايتلافي ځواکونو تر دا مهاله د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.