په هلمند کې يوه ښځه او نجلۍ وژل شوې

په هلمند کې يوه نجلۍ او ښځه هغه وخت ووژل شوې، چې د ناټو ځواکونو په حواله، وسلوالو طالبانو پرون په ګريشک ولسوالۍ کې د افغان او ائتلافي ځواکونو پر ګزمې بريد وکړ.

د دغو ځواکونو اعلاميه وايي وسلوالو پر ګزمې د توغندي او لاسي بمونو حمله وکړه، چې افغان او بهرنيو ځواکونو ورسره د سپکو وسلو جګړه پيل کړه. په اعلاميه کې راغلي د وسلوالو په ډزو کې يوه ښځه او يوه نجلۍ ووژل شوې.

د هلمند په سنګين او ګريشک ولسواليو کې په دې وروستيو کې ناکراري زياته شوې ده.

ناټو ځواکونو په يوه جلا اعلاميه کې ويلي چې د جمعې په ورځ يې په بغلان کې د طالبانو يو قوماندان نيولى دى. په اعلاميه کې د دې نيول شوي قوماندان نوم نه دى ياد شوى.